د افغانستان حکومت وايي چې د ایران او ازبکستان ترمنځ د رېل ګاډي پټلۍ په پروژه کې به مرسته وکړي.
دا خبر د سېشنبې پر ورځ د ایران سرکاري خبري اژانس اېرنا، د افغانستان جمهوري ریاست د سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي په حواله خپور کړی دی.
مرتضويویلي، د افغانستان حکومت غواړي چې له فارس خلیج سره د منځنۍ ایشیا د نښلولو په پروژه کې مرسته وکړي.