د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ هوډ وکړ چې ترهګرۍ ته به په هر ځای کې ماته ورکوي


د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې پر دغه هیواد د ترورېستي حملو د ۱۶مې کالیزې په یاد غونډې جوړې شوې.

د قربانیانو په یاد تر ټولو ستر مراسم پرون دوشنبه په نیویارک او واشنګټن کې جوړ شول.

ډونالد ټرمپ چې د امریکا د ولسمشر په توګه‌یې د لومړي ځل لپاره په دغو مراسمو کې ګډون کړی و، ژمنه وکړه چې ترورېزم به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مات کړي.

نوموړي وویل:

"هغو ترورېستانو چې پر موږ یې حمله وکړه، تصور یې کاوه چې ترهګري خپرولی او زموږ روحیه کمزورې کولای شي. امریکا نه‌ډارېږي او څوک چې غواړي امریکا وبېروي او ځان ته دا جرات ورکوي چې زموږ زړورتیا وازمويي، ژر به زموږ د ماتې خوړلو دښمنانو په لېست کې شامل شي."

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې په ترورېستي حملو کې نږدې ۳ زره تنه ووژل شول.

د القاعده شبکې ۱۹ غړو ۴ الوتکې وتښتولې او دا بریدونه‌یې پرې وکړل.

په واشنګټن کې د ولسمشر ټرمپ له وینا او د نیویارک په منهاټن کې د حملې په ځای کې د وژل شویو کسانو په یاد د منار په شااوخوا کې د ګڼ شمېر خلکو له راټولېدو سره په یو وخت مرستیال ولسمشر مایک پنس پنسلوانیا ته لاړ چې ۱۶ کاله پخوا څلورمه الوتکه په‌کې ولوېده.

د سپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو په یاد په مراسمو کې د تېرو کلونو په شان یوه دقیقه چوپتیا غوره شوه او په نیویارک ښار کې د قربانیانو د منار مخ ته د وژل شویو کسانو نومونه واخیستل شول.

ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپلې مېرمنې سره د یوې دقیقې چوپتیا په مراسمو کې له ګډونه وروسته په یوه وینا کې وویل، د امریکا متحده ایالات به د هر هغه دښمن په وړاندې بریالی شي چې د دې هېواد د مشروع لارو خنډ وګرځي.

ده د کوم هېواد نوم وانه‌خیست، خو په دې وروستیو کې امریکا او شمالي کوریا یو بل ته خبرداری ورکړی او پاکستان په وروستیو کې د متحده ایالاتو له لوري د طالبانو او نورو سخت‌دریځو پناه‌ځای بلل شوی دی.

په کابل کې د امریکا سفیر هوګو لارنس پرون وویل، هېواد به‌یې هېڅکله سختدریځي پرې نه‌ږدي چې له افغانستانه د ترورېستي حملو لپاره د پناه‌ځای په توګه کار واخلي.

ده همداراز وویل، بیا به هېڅکله افغانستان بې‌حکومته پاتې نه‌شي.

له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځیانو له وتلو او د نجیب‌الله د حکومت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې کورنیو جګړو زور واخیست او د قدرت خلا رامنځته شوه چې په نتیجه کې یې ترورېستي ډلو په دغه هېواد کې پناه‌ځایونه جوړ کړل او په امریکا کې یې د حملو پلانونه چمتو کړل.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې له حملو وروسته د امریکا د هماغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د القاعده مشر وروسپاري، خو طالبانو دا کار ونه‌کړ او امریکا د ۲۰۰۱ د اکټوبر په اوومه د طالبانو د رژیم او القاعده پر ضد پراخ عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې د طالبانو رژیم وپرځېد او یوه نوي ولسواک نظام ته لاره هواره شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG