د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې ډینګي وایرس ۲۱ کسان وژلي


د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې د ډينګي وايرس مخنيوي يونټ تر مخه په صوبه کې تر دې دمه ۲۱ کسان د ډينګي له تبې مړه شوي دي.

په دې کې ۱۷ کسان د پېښور، دوه د هزارې او یو، یو دچارسدې او بونير دي. د پېښور په تاکال کې د را برسېره شوي ډينګي وايرس او تبې له وجې د دغه ښار په سلګونو وګړیو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

د صحت محکمې د ډينګي مخنيوي يونټ تر مخه دا وخت ۳۹۱ ناروغان په مختلفو روغتونونو کې داخل دي.

د ډينګي مخنيوي يونټ د رپورټ تر مخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۲۰ کسانو د ډينګي وايرس ټيسټونه کړي چې په ۳۴۳ کې یې تصديق شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG