سعودي عربستان ويلي چې د دې هېواد د دفاع وزارت پر مرکزي دفتر يې د داعش وسله والې ډلې د بريد پلان شنډ کړی دی.
سعودي امنیتي چارواکو د سېشنبې پر ورځ د حکومتي رسنيو له لارې ويلي چې دوو یمنیانو چې په دې هېواد کې په مستعارو نومونو اوسېدل غوښتل په ریاض کې د دفاع وزارت پر ودانۍ ځان وژونکی بريد وکړي.
چارواکي وايي دوی او دوه نور مشکوک سعودي وګړي چې په دې بريد کې په لاس لرلو تورن دي هم نیولي دي.
د سعودي چارواکو په وینا له تورنو کسانو څخه لاسي بمونه او ماشینګڼې ترلاسه شوي دي.
سعودي عربستان د هغه ايتلاف مشري کوي چې د هوايي عملیاتو له لارې په یمن کې د عبدالربو منصور هادي په مشرۍ د حکومت چې د ایران پلوو حوثي یاغیانو پرضد جنګیږي ملاتړ کوي.
داعش ډلې له پیله د سعودي عربستان پر مشرتابه نيوکه کړې ده او ویلي یې دي چې سعودي مشران د اسلام له لارې وتلي او د امریکا ګټې په پام کې ساتي.
سعودي چارواکو په یوه جلا بیان کې همداراز ویلي چې په دې هېواد کې د جاسوسانو یوه شبکه یې ړنګه کړې ده. سعودي رسنۍ وايي دې ډلې د سعودي پرضد او د بهرنیو د ګټو لپاره کار کاوه.