د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شریف کورنۍ پر درخواستونو اورېدنه وځنډېدله


د پاناما اسنادو په اړه د پخواني وزيراعظم نوازشريف د نااهلۍ پر پرېکړه د شريف کورنۍ له خوا جمع کړی شوي د بيا کتنې پر درخواستونو نن اورېدنه وشوه چې پکې د پينځه کسيزه جرګګۍ جوړولو درخواست منظور کړل شو.

د وکيل سلمان اکرم راجه په واسطه د پخواني وزيراعظم نوازشريف او د هغه د بچو له خوا درخواست کې ويل شوي وو چې د ۲۸م جولايي فیصله یوې پينځه کسيزه جرګګۍ کړې وه نو ځکه دې د بيا کتنې درخواست لپاره هم پينځه کسيزه جرګګۍ وټاکل شي.

د سپريم کورټ له خوا د جولايي پر ۲۸مه نېټه اورول شوې فیصلې پرضد د دخواستونو اورېدنه د جسټس اعجاز افضل خان په مشرۍ یوې درې کسيزې جرګګۍ (بېنچ) وکړه چې ورسره جسټس عظمت سعيد او جسټس اعجازالحسن هم د جرګګۍ برخه ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG