د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرمپ په مشرۍ د سېپټمبر یوولسمې پېښې لمانځغونډه


په پام کې ده ډونالډ ټرمپ د اول وار لپاره د امريکا د ولسمشر په توګه د سېپټمبر د ۱۱مې د بريدونو د يادغونډې مشري وکړي.

١٦ کاله مخکې په امريکا کې په دې ورځ په هغو بريدونو کې نېږدې درې زره کسان وژل شوي وو.

سپينه ماڼۍ وايي، ولسمشر ټرمپ او د هغه مېرمن ميلانيا ټرمپ به په سپينه ماڼۍ کې د نيويارک پر وخت د سهار تر نهو بجو مخکې څو شېبې چوپتيا غوره کړي.

دا دقيقاً هماغه وخت دى چې اوله يرغمل شوې الوتکه په نيويارک کې د نړيوال تجارتي مرکز له غبرګو اسمانڅکو ودانيو سره وجنګول شوه.

په پام کې ده ښاغلى ټرمپ او مېرمن يې په دفاع وزارت کې د دفاع وزير جيمز مټېس او د ګډو قواوو د لوى درستيز جنرال جوزېف ډانفورډ په کوربه توب هم د قربانيانو ياد ته د درناوي مراتب پرځاى کړي.

تېره جمعه ولسمشر ټرمپ د سېپټمبر د يوولسمې د حملو د شپاړسو کلونو د پوره کېدو په درشل کې، د سپټمبر له اتمې تر لسمې پورې ورځې د عبادت او يادونو د ورځو او د سېپټمبر يوولسمه د ”هېوادپالنې“ د ورځې په توګه اعلان کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG