د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېکسیکو: زلزلې او توپان ۶۶ کسان وژلي


په مکسیکو کې خلک د زلزلې له وېرې تر شنه اسمان لاندې ناست دي
په مکسیکو کې خلک د زلزلې له وېرې تر شنه اسمان لاندې ناست دي

د مېکسیکو چارواکو ویلي، په هغه هېواد کې د یوې زورورې زلزلې او ورسره د توپان له وجې د وژل شوو شمیره ۶۶ ته رسیدلی دی.

ولسمشر انریک پینا نیتو د خالي په ورځ له ولسه د یو موټي کیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د مېکسیکو خلکو ته د هېواد بیا جوړولو لپاره د یوځای کار کولو ضرورت دی. د زلزلې له وجې زیات زیان په واهاکا ریاست کې شوی دی.دغلته د زلزلې له وجې ۳۶ کسان وژل شوې دي.

د ستمبر په اوومه د راغلې د دې زلزلې شدت په ریکټر پیمانه اته اشاریه یو وو. له زلزلې وروسته د ستمبر په اتمه بیا د مېکسیکو په ځېنو برخو کې د کاتیا په نامه توپان هم راغلی و چې پکې دوه تنه د ځمکې ښويیدو له وجې مړه شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG