د لاسرسي ځای

خېبر پښتونخوا کې ۳۴۰ نور کسان ډینګي تبې نېولي


د پېښور یو روغتون کې د ډینګي ناروغانو درملنه کېږي

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې نور۳۴۰ کسان ډینګي تبې نیولي دي. تر دې وړاندې هم د سلګونو کسانو په یادې ناروغۍ د اخته کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

په پېښور کې د ډینګي مخنیوې ادارې چارواکو د خالي په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې تازو ناروغانو کې ۱۱۵ کسان په هسپتالونو کې داخل شوي او نور تر درملنې وروسته فارغه شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې تر دې دمه د ډینګي تبې له وجې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

چارواکي دا هم وايي چې د ډینګي تبې د مخنیوي لپاره یې کمپاین پیل کړی او په روغتونونو کې یي بیړنی حالت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG