د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: خلیجي هېوادونه دې له قطر سره اختلافات ختم کړي


سپینه ماڼۍ وايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ستمبر پر اتمه پر سعودي عرب او نورو خلیجي هېوادونو غږ کړی چې له قطر سره اختلافات ختم کړي او د ایران خلاف خپل ایتلاف جوړ کړي.

ښاغلي ټرمپ د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان، د متحده عرب اماراتو ولي عهد شېخ محمد بن زاید ال نهیان او د قطر له امیر شېخ ثمیم بن حماد ال ثاني سره جدا جدا خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ وویل ټرمپ دغو مشرانو ته وویل چې د واشنګټن عربي ملګري هېوادونو ترمنځ یو والې د سیمه ایز استحکام او د ایران لخوا د ګواښ مخه نیولو لپاره ضروري دې.

سپینې ماڼۍ وویل دغو مشرانو د ایران لخوا سیمه ایز ثبات ته مسلسل ګواښ باندې هم خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ په دې خبره زور راوړ چې ټول هېوادونه باید د ریاض سرمشریزه کې پر شویو ژمنو عمل وکړي څو ترهګري ته ماته ورکړي، د ترهګرو ډلو مالي فنډونه قطع کړل شي او د سختدریځو مفکورې خلاف و جنګیږي.

سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، مصر، او بحرین په جون میاشت کې له قطر سره سفارتي او تجارتي اړیکې په دې تور پرې کړې چې له سختدریځو سره نرمي کوي خو دوها له دغو تورونو انکار کوي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG