د جنوبي وزیرستان بي بي ځای زغزي سیمه کې د جمعې پر ورځ یو شپونکي باندې په مځکه کې ښخ بم چاودلی دی.
د پولیټکیل انتظامیې یو چارواکي محمد رفیع د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل،د مینه ګل نومي تن د مړینې پخلی کړی دی.
ځايي اوسېدونکي وايي دغه ۳۵ کلن شپونکي د کار په وخت د رمې لپاره سملاستل غوښتل چې ماین وچاودېد.
په جنوبي وزیرستان کې د کډوالو د ستنېدو راهیسېپه سیمه کې د ماین چاودېدو ۵۹ پېښې رامنځ ته شوي دي چې ۱۴ کسان پکې وژل شوي دي.