د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مکسیکو کې زلزلې ۵۸ کسان وژلي


د مکسیکو چارواکي وايي چې لږ تر لږه ۵۸ کسان په پرونۍ زلزله کې وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره له بحر او قیانوس سره د هېواد ساحلي علاقه کې راغلې زلزلې ودانیو ته هم تاوان رسولی او د وړې درجې سونامي خبردارې هم جاري شوی دی.

د امریکا جیولاجیکل سروې وویل چې د زلزلې کچه ۸.۱ وه او مرکز یې د بحر او قیانوس هغه برخه وه چې د مکسیکو د چیاپس ریاست د ټریس پيکوس ښارګوټي په ۱۲۰ کلومیټره فاصله کې وه.

د مکسیکو کورنیو چارو وزارت وايي د زلزلې کچه ۸.۴ وه.

د مکیسکو د ولسي دفاع ادارې مشر په اوکساکا ریاست کې پنځه ۴۵ کسانو د مړینې تایید وکړ.

دا سیمه له زلزلې تر ټولو زیاته ځپل شوی ده. لوي فلیپ پر ټویټر پاڼه لیکلي چې نور لس کسان په چیاپاس او درې کسان د ټباسکو په خلیجي ریاست کې مړه شوي دي.

د زلزلې جټکې (ټکانونه) په مکسیکو ښار کې هم محسوسې شوې چې اوسېدونکي یې له ودانیو بهر راوتل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG