د لاسرسي ځای

تازه خبر

جدون: خیبر اېجنسۍ کې د تعلیم د بحالۍ لپاره هلې ځلې روانې دي


د خیبر اېجنسۍ د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې په سیمه کې یې د تعلیم د بحالۍ لپاره هلې ځلې روانې دي.

د خیبر ایجنسۍ د تعلیم محکمې یو چارواکي جدون خان وزیر د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې په باړه کې یې د نړیوالو ادارو په مرسته پرایمري سکولونه جوړ کړي دي او د ودانیو جوړولو کار یې په وروستۍ مرحله کې دې.

جدون خان وویل چې د لویو سرکاري ورانو شویو سکولونو د تعمیرولو کار هم روان دی.

ځايي مشران وايي پکار ده چې د دغو هلو ځلو تر څنګ دې ماشومانو ته په سکولونو کې سهولتونه هم ورکړل شي.

له سرکاري شمېر سره سم په سیمه کې د جګړې پر مهال تر ۱۵۰ زیات سکولونه تباه شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG