د لاسرسي ځای

د فرانسې او جرمني د دفاع وزیرانو له بېلا روس سره د روسیې راتلونکي پوځي مشقونه غندلي دي او وايي، مسکو غواړي چې د اروپايي ټولنې او ناټو اتحاد له پولو سره نېږدې خپل پوځي قوت ښکاره کړي.

د فرانسې د دفاع وزیرې فلورېنس پارلې تېر مازیګر د اېستونیا په پلازمېنه تالین کې له خپلې جرمنې سیالې سره یو ځای خبریالانو ته وویل، روسیه د وېرولو پر ستراتیژۍ عمل کوي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ له اصولو سره سم،کله چې هېوادونه داسې پوځي تمرینونه کوي چې پکې له ۱۳ زره څخه زیات پوځیان برخه اخلي نو باید نور هېوادونه خبر کړي او مشقونو ته نړیوال څارونکي ورپرېږدي.

روسیه او بېلاروس وايي، د لوېدیځ په نوم دا پوځي عملیات به د روانې میاشت پر ۱۴مه پیلېږي او تر ۲۰مې به روان وي چې پکې ۱۲ زره ۷۰۰ سرتېري برخه اخلي. خو لوېدیځ چارواکي او شنونکي وايي، په مشقونو کې ښايي تر دې خورا زیات او ان تر یو لاک پورې سرتېري برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG