د لاسرسي ځای

تازه خبر

جوزجان کې د طالبانو او داعش ترمنځ له نښتو ګڼ جګړه مار وژل شوي


د افغانستان په جوزجان ولایت کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ په نښتو کې د دواړو خواو اووه کسان وژل شوي دي.

د جوزجان امنیه قومندان رحمت الله ترکستاني بېګا مشال راډیو ته وویل، د داعش او طالبانو وسله وال وړمه ورځ په قوش تېپې ولسوالۍ کې د عشر او زکات د وېش پر سر سره ونښتل چې پکې د دواړو خواو اووه کسان ووژل او څلور ژوبل شول.

ترکستانی وايي، جګړه ختمه شوې خو د دواړو ډلو وسله وال د نورو نښتو تیاری کوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG