د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پښتونخوا حکومت دې نوی نسل له نشو وساتي'


بل پلو د صوبايي اسمبلۍ غړي او د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا سلاکار ویلي چې د تعليمي ادارو په هاسټلونو کې د نشه يي توکیو کارولو خبرونه راغلي وو چې اوس تر ډېره ځایه مخه نیولې ده.

اسلام آباد کې د نهې/ سېشنبې په ورځ د نشه يي توکیو د یوه ملزم مقدمې اورېدو پر مهال د سپریم کورټ جسټس دوست محمد په خېبر پښتونخوا کې په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکیو په کارولو باندې نوټس واخستو او د صوباي حکومت له وکیلا يې وپوښتل چې په تعليمي ادارو کې د نشو مخنیوي لپاره صوبايي حکومت څه اقدامات کړي دي؟

د جسټس دوست محمد په خبره باید راتلونکې کهول یا نسل له نشو وساتل شي خو دی حېران دی چې د دومره سختې سیکیورټۍ باوجود څنګه تعليمي ادارو ته نشه يي توکي رسي.

پر دې مهال جسټس دوست محمد د صوبايي حکومت وکیل ته وویل، ژر تر ژره دې رپورټ وړاندې کړي چې حکومت په دې لړ کې څه ډول اقدامات کوي یا يې کړي دي.

مشال راډیو چې د خېبرپښتونخوا د وزیراعلي سلاکار او د صوبايي اسمبلۍ له غړي شوکت یوسفزي وپوښتل نو هغه وویل په تعليمي ادارو کې خو نشه يي توکي نه کارول کېږي البته په هاسټلونو کې یې د کارولو رپورټونه راغلي وو چې صوبايي حکومت یې پرضد اقدامات کړي دي.

د نوموړي په وینا په ادارو کې نه بلکې په هاسټلونو کې دا شکایت راغلی وو چې دلته ایس او نور نشه يي توکي کارول کېږي. دوی یې پرضد په هاسټلونو چاپې وهلې او یوشمېر کسان یې نیولي هم دي. د نوموړي په وینا حکومت په دې لړ کې ډېره زیاته سختي کړې ده. په باقاعده توګه یې په هاسټلونو کې د څار یو نظام جوړ کړی دی او له دې سربېره حکومت په دې هم غور کوي چې د مخنیوي لپاره یې یو داسې قانون سازي وشي چې په تعلیمي ادارو کې د نشه يي توکیو کارولو مخنیوی وشي نو تر ډېره حده صوبايي حکومت د دې په مخنیوي کې کامیاب شوی دی.
مشال راډیو چې د چارسدې باچاخان پوهنتون له پخواني وایس چانسلره ډاکټر فضل رحیم مروته وپوښتل نو هغه وویل په تعليمي ادارو او هاسټلو کې د بندیزونو باوجود هم زده کونکي اکثره نشه يي توکي کاروي او د دې به هله مخه ونیول شي چې استادان او د ادارو مشران خپلې زمه وارۍ پوره کړي او د زده کونکیو ذهني تربیې لپاره هم وخت وباسي.

ډاکټر فضل رحیم مروت وویل، باچاخان، عبدالولي خان او د صوابۍ پوهنتونونه لا نوي دي خو که تاسو پېښور پوهنتون ته وګورئ نو له هغې یو ښار جوړ شوی دی. یو ایجنېرنګ پوهنتون دی، دغه ورسره بل پوهنتون دی دغه رنګ ورسره خوا ته کالونۍ جوړې دي بیا د کالونیو سره واړه واړه کلي آباد شوي دي او په دې کې بېلا بېلې کوکې دي. دکانونه دي نو د بندیزونو باوجود هم دغه خلک خپلې لارې ګودرې لټوي او خپل کار کوي او بله دا چې د پوهنتونونو انتظاميې هم تلاشیانې اخلي او وارډنانو چاپې هم وهلي دي خو بیا هم دا عمل روان وي او بله دا چې پوهنتونو دوی یادوي خو دا غږ څوک نه کوي چې د پېښور پوهنتون او هسپتال په مینځ کې د سړک په غاړه څومره نشه یان پراته وي نو د دې چا تپوس کړی، چا کتلي دي.؟

د ذکر ده د روان کال د جولای په ۱۲ مه د سېنېټر عثمان کاکړ په مشرۍ کې د کم ترقي یافته سیمو لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ هم په تعليمي ادارو کې د نشه یي توکیو کارولو نوټس اخېستی وو او له وفاقي حکومته يې غوښتي ول چې د ټول پاکستان په تعليمي ادارو کې دېد نشو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG