د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د شمالي کوریا مسله په خپله هم هوارولی شو


امریکا وايي، د کوریا له ټاپوزمې به د اټومي وسلو لرې کولو هڅو ته دوام ورکړي.

سپینې ماڼۍ دا خبره د شمالي کوریا له خوا د اټومي وسلو د تازه ازموینو په غبرګون کې کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډریس د سېشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا هم د راتلونکي ګام په اړه فکر کوي چې ممکن سفارتي او اقتصادي ګامونه پکې وي.

د سارا سنډریس په وینا،د امریکايي حکومت پام اوس مهال له شمالي کوریا سره پر خبرو اترو نه دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې دا خبرې له هغه څو ساعته وروسته کړې دي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس وویل، د شمالي کوریا له خوا رامنځ ته شوی اټومي ګواښ په هغو خطرونو کې تر ټولو لوی خطر دی چې موږ نن سبا ورسره مخامخ یو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG