د پاکستان سرکاري راډیو په وینا چې دا څلور وسله وال د کراچۍ په کوټه ټاون کې وژل شوې چې پکې یو وسله وال د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله رشته دار هم دی چې خورشید نومېږي.
د پولیسو په وینا چې دا وسله وال پر ملاله یوسفزۍ او پر پاکستاني پوځ په بریدونو کې ککړ وو.
پولیسو دا کاروایي د اختر تر لمانځه پس د متحده قومي مومنټ پر یوه غړي تر وسله وال برید ورستو کړې ده.