سعودي عربستان په بریالیتوب سره د سږني کال د حج د مراسمو د پای اعلان وکړ.
سږ کال د نړۍ له مختلفو برخو څخه ۲،۳ میلیونه مسلمانانو حج وکړ.
د حج د مراسمو د څار د دولتي کمېټې مسؤل شهزاده خالد الفیصل وویل، د سږني کال د حاجیانو شمېر د تېر کال په مقایسه ۳۰ په سلو کې زیات وو.
د نوموړي په خبره د حج په پنځه ورځنیو مراسمو کې د پام وړ کومې ستونزې او یا د پېښې راپور نهدی ورکړل شوی.