د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د لوزیانا او ټیکساس سیلاب ځپلو ته د مرستې ډاډ ورکړ


د امریکا ولسمشر او لومړۍ مېرمن ټیکساس ته له تلو وړاندې
د امریکا ولسمشر او لومړۍ مېرمن ټیکساس ته له تلو وړاندې

د امریکاولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټیکساس او لوزیانا ایالتونو کې د سیلاب ځپلو خلکو سره کتلي او د مرستې ډاډ یې ورکړی دی.

ډونلډ ټرمپ په ټيکساس کې د طوفان ځپلو سره د بيا رغونې وعدې وکړي.

((ټول امريکايان د ټکيساس او لوزيانا د خلکو سره ولاړ دي. موږ په خفګان کې هم شریک یو او په ګډه دعاګانې هم کوو. موږ پوهېږو چې د خپلو ګاونډيانو ژوند بيا سمولو لپاره راته يو اوږده لاره په مخ کې ده. خو په دې هم پوهېږو چې موږ له خنډونو ډېر قوي يو. موږ به د يو بل سره لاس ورکړو او له دې مرحلې به لا نور ځواکمن راووځو.))

د اګست په پنځه ويشتم تاريخ په امريکې کې د هيريکين هاروي په نامه طوفان راغلی و چې تر ټولو ډېر يې ټيکساسایالت ځپلی دی. د ورځپاڼې هوسټن کرانيکل د رپورټ تر مخه له طوفانه د مړو شوو شمېر تر پنځوسو اوښتی دی او سپینې ماڼۍ له کانګرسه غوښتې چې د خلکو ژوند بېرته سمولو لپاره دې ورته اوه اعشاريه پنځه اتيا بيليونه ډالر منظور کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG