پاکستاني چارواکي وايي ، تر قانوني بندېزونو لاندې ادارو لخوا د څارو څرمنې ټولولو پر ضد دې کارروایايي وکړل شي.
د مشال راډيو خبریاله وايي ، په پاکستان کې د ترهګرې مخنیوي اداری (نېکټا) صوبایې ادارو ته هدایات ورکړي دي چې د اعتراض نه لرلو سند بغیر د قربانۍ د څاروو څرمنۍ د ټولوونکو پرضد دې ګامونه پورته کړل شي.
بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د سپټمبر پر لومړۍ نېټه په یو بیان کې ویلي، هغه ډلې چې پرې د ترهګریزو فعالیتونو تورونه دي، هغوې ته د قربانۍ څرمني او باقيات ورکول قانوني جرم دي.