د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو استولو فرمان لاسلیک شو


د امریکا د دفاع وزیر جېمز میټېس وايي، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او نورو یاغیانو پر ضد د ۱۶ کلنې جګړې په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ پر اساس یې هغه هېواد ته د اضافي امریکايي سرتېرو استولو فرمان لاسلیک کړی دی.

نوموړي تېر مازیګر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، اضافي سرتېري به افغان ځواک د دې وړ کړي چې په لا موثره توګه وجنګېږي.

میټېس البته افغانستان ته تلونکو نورو سرتېرو شمېر په ډاګه نه کړ خو چارواکو اشاره ورکړې چې شمېر به یې شاوخوا ۴۰۰۰ وي.

تر دې مخکې ۸،۴۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې ځای پر ځای ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG