د پولېټېکل انتظامیې یوه چارواکي فراموش خان مشال راډیو ته وویل، چاودنه د جمعې پر سهار په امبار تحصیل کې هغه وخت وشوه چې خلک د اختر لمونځ ته روان ول.
دی وايي، ژوبل شوي دواړه کسان حکومت پلوي ملکان ول چې روغتون ته رسول شوي.
فراموش خان زیاتوي چې دا د ځمکلاندې بم چاودنه وه چې ورڅخه پس امنیتي ځواکونو د لټون عملیات کړي دي.
د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.