د لاسرسي ځای

د امریکا دفاع وزارت وايي په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمير د دوی له پخوانۍ اندازې زيات دی.

د امريکا دفاع وزارت د چارشنبې پر ورځ دا خبره پر داسې وخت کړې چې لا هم د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامې د نوې ستراتيژۍ ترمخه افغانستان ته د نورو زرګونه ځواکونو لېږلو پرېکړه نه ده کړې.

د پنټاګان د جواينټ سټاف مشر لفټننټ جنرل کيننت مېکېنزي ويلي، بشپړه کتنه ښيې چې اوسمال د دغه هېواد شا وخوا یوولس زره امريکايي عسکر په افغانستان کې دي.

پنټاګان مخکې ويلي ول چې دوی په افغانستان کې شاو خوا ۸،۴۰۰ عسکر لري، دغه حد د پخواني امريکايي ولسمشر بارک اوباما په حکومتي دوره کې ټاکل شوی وو.

پوځي چارواکو له ډېر وخت راهيسې په ناڅرګند ډول دا خبره منله چې له ياد حده زيات ځواکونه په افغانستان کې شتون لري.

د پنټاګان ويانده وايي دا د ځواکونو زياتوال نه دي بلکې يوه هڅه ده چې هدف يې په افغانستان کې د ټولو موجودو امريکايي ځواکونو کره شمېره ښودل دي.

XS
SM
MD
LG