د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د سرشمېرنې حتمي پایلې غواړي


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د شماریاتو له ادارې غوښتنه کړې ده چې په ملک کې د ترسره شوې سرشمېرنې حتمي مالومات دې ورسره شریک کړي چې د حلقه بندیو کار پیل کړي.

د پاکستان سرکاري راډیو پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې دا غوښتنه د انتخاباتو کمېشن له خوا د قانون او انصاف وزارت ته په لېږل شوي یو لیک کې شوې ده.

په لیک کې ویل شوي چې د پاکستان د اساسي قانون له مخې حلقه بندۍ باید د ابادۍ پر بنیاد وشي.

لیک زیاتوي چې د هم دې مالوماتو پر اساس به د ۲۰۱۸م کال عامو انتخاتو ته چمتووالی ونیول شي.

په پاکستان کې د روان کال له مارچ څخه د مې تر پایه سرشمېرنه تر سره شوه. په ډاګه شوې ابتدايي پایلي ښيي چې د پاکستان ټوله ابادي اوس تر ۲۰ کروړه ۷۷ لکه اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG