د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خیبر پښتونخوا حکومت دې ښځې له حقونو نه محروموي'


د پاکستان سپريم کورټ د خيبر پښتونخوا حکومت ته حکم کړی چې په صوبه کې د کورني تشدد ښکار ښځو لپاره جوړ د لانجو هوارولو مرکزونه بیرته پرانیزي.

په خيبر پښتونخوا کې د کورني تاوتریخوالي ښکار ښځو لپاره د لانجو هوارولو مرکزونه په ۲۰۱۰م کال د عوامي نېشنل ګوند په حکومت کې د پانګې کمي له کبله تړل شوي ول.

د ښځو خېر ښېګړې او بااختياره جوړولو صوبايي ادارې دا فیصله د پېښور په های کورټ کې چېلنج کړې وه.

په خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت د پېښور های کورټ پر فیصله بيا-کتنې لپاره سپريم کورټ ته درخواست کړی چې تېره ورځ عدالت رد کړ.

د جسټس دوست محمد خان په مشرۍ کېد سپريم کورټ درې کسيزهجرګګۍ (بنچ) د ګل په ورځ کېس واورېدلو او ویل یې د خېبر پښتونخوا حکومت يو خوا د ښځو حقونو خبرې کوي خو بلخوا یې له خپلو حقونو محرومه ساتي.

د جسټس دوست محمد وینا وه چې په ملک کې ښځې با-اختياره کولو لپاره دې ګامونه پورته کړل شي. د هېواد نیمايي وګړي ښځې دي او که حکومت یې با-اختياره کولی نشي نو بيا دې په نړيوالو تړونونو له لاس ليک کولو خپلځان وباسي.

نوموړي زياته کړه چې په کوم ګوند کې د ښځو شمېره زياته ده هم هغه ګوند یې له روزګاره محرومه ساتل غواړي.

خو بل خوا د خېبر پښتونخواصوبايي اسمبلۍ غړې او د خېر ښېګړيپارلېماني سيکرټري دينا ناز مشال رېډيو ته ووېل چې صوبايي حکومت دا مرکزونه بندول نه غواړي:

''له وړاندې د سوشل ويلفيېر شپږ مرکزونه کار کوي او صوبايي حکومت لخوا ورته په سالانه ترقياتي بجټ کې فنډ مختص کېږي نو اوس د وفاقي حکومت پراجيکټ موږ څنګه جاري ساتلی شو نو اوس مو حکمت عملي دا ده چې د سپريم کورټ کوم حکم جاري شوی دی په دې بيا نظر اچولو لپاره به د قانون محکمې په مشوره موږ اوس جواب اچوو او په فيصلې د بيا نظر اچوولو غوښتنه به کوو.''

دمدني ټولنو فعاله او د ښځو د حقونو لپاره کار کونکې صايمه منير که يو خوا د سپريم کورټ فيصله ستايي نو بل خوا نوموړې وايي چې په صوبه کې په ښځو د تشدد او زور زياتو زيات کېسونو رامخې ته کېدو باوجود صوبائي حکومت او تحريک انصاف ګوند د ښځو د حقونو لپاره مخلصه نه دې او نه د زړه نه کار کوي.

(( که تاسو وګورئ نو دا حکومت اړو دا کول نه غواړي يو خوا که وګورئ نو دوي په ښځو د کورني تشدد بل نه منظوره وي بل خوا دا پناه ورکونکي مرکزونه پراستلو لپاره هيلې باني کوي۔نو د دې دا مطلب شو چي د صوبايي حکومت يا د تحريک انصاف په ترجېحي فهرستونو کې ښځې اړو شته نه.))

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ وومن پارليماني کاکس مشرې معراج همايون هم دا فيصله ستايلې ده او وايې چې مخکې حکومتونو کې ښځينه پارلېماني غړو سره نه خو مشوره شوې وه او نه يې مرستې تر لاسه شوې وې ګنې دا مرکزونه به نه وو بند شوي.

''دا يو څو څيزونه دې چې په دې کار کول غواړي خو دا ښه وشو چي عدالت دا فيصله مسترد کړه اوس به موږ انشاالله په دې کېنو او وزير اعلې او د سوشل ويلفئير سيکرټري سره به په دې خبرې اترې کوو چې دا موږ څنګه مخ په وړاندې بوتلې شو او که سږ کال نه وي نو چي راتلونکي سالانه ترقياتي بجټ کې ورته بجټ مختص کړو نو وزير اعلی ته به د يو جرګې په شکل کې کاکس ورځي او طمعه لرو چې دا به وشي او مرکزونه به بحاله شي.''

د پاکستان پخوانۍ وزير اعظمې د بېنظير بوټو په دور حکومت کې د کورني تشدد او زياتۍ ښکار ښځو لپاره په صوبه کې دا څلور مرکزونه جوړ کړی شوي وو.

د سپريم کورټ جسټس دوست محمد په هاغه وخت کې د پېښور هائي کورټ چيف جسټس وو چې کله يې د کرايسز سنټرو بحالولو فيصله اوورلولې وه او هلته کارکونکيو ته يې زر تر زره د تنخاګانو ورکولو امر هم جاري کړی وو.

او اوس هم د صوبايي حکومت لخوا د جمع کړې شوي اپيل په درخواست هم جسټس دوست محمد فېصله ورکړي.

XS
SM
MD
LG