د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین: د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري


د افغانستان لپاره د چین خاص استازي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له یوه لوړپوړي چارواکي سره د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چین خاص استازي (دینګ شي جین) د دوشنبې په اسلام اباد کې د دې هېواد له بهرنیو چارو سیکترې تهمینه جنجوعه سره ملاقات وکړ او پکې یې د پاکستان د ملاتړ ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او ثبات د هلو ځلو لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

دینګ شي جین وویل چې د افغانستان مسله پوځي حل لاره نه لري او د افغانانو په ملکیت او مشرۍ د سولې عمل ضروري دی.

نوموړي یو وار بیا وویل، پکار ده چې نړیواله ټولنه د ترهګرۍ پرضد د پاکستان هلې ځلې ومني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG