د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان شمکۍ کې کرفیو دوام لري


د جنوبي وزیرستان پولیټیکل چارواکي وايي، په شمکۍ سیمه کې کرفیو دوام لري. پولیټیکل چارواکو د اتوار په ورځ مشال راډيو ته وویل، دا کرفیو یې پنځه ورځې وړاندې د یو امنیتي سرتیري د وژني وروسته لګول شوې ده. چارواکې وايي، په داسې حالاتو کې د دوی لپاره کرفیو لګول ضروري شي.

بلخوا د سیمې ځېنو اوسیدونکو مشال راډیو ته وویل چې د دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د سیمې ځېنې کسان هم نیولي او په امنیتي پوستو د تلونکیو خلکو تالاشي هم روانه ده. د سیمې اولس وايي، د کرفیو له وجي مشکلات لري او حکومت دې بې ګنا خلک نه نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG