د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې طوفان د خلکو ژوند اغېزمن کړی


په امريکا کې طوفان دوه کسان وژلي دي. د چارواکو په خبره دا په دغه هېواد کې په تېرې نيمي پيړۍ کې تر ټولو سخت طوفان دی او توقع کيږي چې په راتلونکیو څو ورځو کې به هم د زورورو بارانونو او سيلابونو لړۍ روانه پاتې شي.

امريکايي چارواکو ويلي چې د ټيکساس ايالت په راک پورټ سيمه کې دې طوفان ډېر خرابی کړی دی. دلته ودانيوو ته زيان رسېدلی او د بجلۍ تارونه پرې شوې دي. په ټوله کې دې طوفان دوه لکه او دوه دېرش زره خلک له بجلۍ بې برخې کړې او ګڼ سړکونه د ډېر باران له وجې بند دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG