د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې يو لک ۲۳ زره کسان په اېډز ناروغۍ اخته دي


په پاکستان کې په دا وروستيو کې تر سره شوې سروې ښيي چې په دې هېواد کې د اندازې له مخې ۱۲۳۰۰۰ کسان په اېچ ای وي اېډز ناروغۍ اخته دي چې څه باندې ۱۶۰۰۰ يې له روغتيا محکمې سره راجسټر دي.

خېبر پښتونخوا او فاټا کې ۸۰۰۰ کسان په اېډز اخته دي چې ۲۰۰۰ يې راجسټر دي

د خېبر پښتونخوا د روغتيا څانګې اېډيشنل ډايرېکټر جنرل او د اېډز پروګرام مشر ډاکټر ايوب روز وايي چې په خېبر پښتونخوا او فاټا کې د سږ کال سروې له مخې څه باندې ۸۰۰۰ کسان په اېډز اخته دي خو د نوموړي په وينا له دوی سره يوازې ۲۰۰۰ راجسټر دي چې ۳۷۵ يې د فاټا دي.

پښتونخوا کې د اېډز خورېدو مهم لامل د نشو روږدو کسانو لخوا د سرنج استعمال دی

نوموړی زياتوي چې په اېډز اخته ګڼ شمېر کسان يا خو طبي معاينه نه کوي او يا هم خپلې کورنۍ يا ملګرو ته حال نه وايي. دا چې د دې ناروغۍ زياتېدو مهم لاملونه څه دي؟ ډاکټر ايوب روز وايي چې په پښتونخوا کې د دې مهم لامل د سرنج يا پېچکارۍ استعمال دی چې زياتره وخت يې په نښو روږد کسان کاروي.

'په لومړي سر کې په ۱۰۰ کې ۲۷ کسان له دې لارې په اېډز ناروغۍ اخته کېدل، بيا دا شمېره ۳۷ ته ورسېدل خو اوس د تازه تر سره شوې سروې له مخې دا شمېره ۳۸ اعشاريه شپږ ته رسېدلې ده.'

له بهرنيو هېوادونو راغليو ځينو مساپرو له لاسه هم اېډز ناروغي خورېږي

د نوموړي په وينا له دې وروسته په پښتونخوا کې د اېډز خورېدو مهم لامل جنسي اړيکې دي چې د پيسو لپاره يې ښځې، نارينه او يا نرښځيان پرمخ وړي. په دا ډول کسانو کې د اېډز ناروغي اووه اعشاريه دوه فيصده ده. نوموړی زياتوي، پر دې سربېره له بهرنيو هېوادونو راغليو ځينو مساپرو له لاسه هم اېډز ناروغي خورېږي.

په فاټا کې د اېډز ناروغۍ د زياتوالي په اړه ډاکټر ايوب روز وايي،

'که څه هم په د سرنج استعمال د دې ناروغۍ د خورېدو يو لامل دی خو په دې سيمو کې له بهره راغلي مساپر د دې ناروغۍ د زياتوالي تر ټولو لوی لامل دي.'

ډاکټر ايوب روز زياتوي چېپه عامه توګه د اېډز زياتوالی په ولس کې د پوهاوي د نيشتوالي او د حفاظتي تدابيرو د نه استعمال له کبله کېږي.

د نورو خلکو ژوند ژغورلو لپاره بايد دا ناروغي پټه نه کړل شي

په خېبر پښتونخوا کې د اېډز ناروغانو د اتحاديې عمومي منشي ظهور خان وايي، نوموړی په ۱۹۹۷م کال کې په اېډز ناروغۍ اخته شو او بيا يې مېرمن هم په دې ناروغۍ اخته شوه چې په ۲۰۱۵م کال کې وفات شوه. نوموړی وايي، د نورو خلکو ژوند ژغورلو لپاره بايد دا ناروغي پټه نه کړل شي، همدا به له انسانيت سره لويه ښېګړه وي.

'که زه سبا ډاکټر ته ځم او هغه نه خبروم او زما سرنج په ناپامۍ سره د ډاکټر يا نرس له لاس سره ولګېدی نو د هغو دواړو ژوند هم تباه شو.'

د نوموړي په خبره د جنسي اړيکو لپاره هم بايد ربړي پوښ يا کنډوم وکارول شي تر څو نورو کسانو ته دا ناروغي انتقال نه شي.

د روغتيا د پوهانو په وينا د اېډز خورېدو مهم لاملونه جنسي اړيکې، د ډېريو خلکو لپاره د يوه سرنج استعمال، د نايي په دکان کې د خلکو د سر يا ږيرې خريلو لپاره د يوې چاړې کارول او د ډاکټرانو لخوا په يوه اله د خلکو د غاښونو پاکول يا ايستل دي.

خو دا چې حکومت د اېډز ناروغۍ د مخنيوي لپاره څه کوي؟ ډاکټر ايوب روز وايي، دوی په دې برخه کې د خلکو تشخيص کوي، هغوی ته پوهاوی ورکوي او درملنه يې کوي. د نوموړي په خبره دوی په نشو روږدو کسانو ته پاک سرنجونه ورکوي خو ورسره دا تاکيد هم کوي چې هغوی نشې پرېږدي.

ډاکټر ايوب زياتوي، دوی پر داسې قانون جوړولو هم کار کوي چې په روغتون او پلورنځيو کې پاکوالي ته پام وشي او پر نايانو د نوو چړو کارول او په روغتونو کې د نوو سرنجونو استعمال لازمي وګرځول شي.

اېچ ای وي اېډز يا هيومېن ايميونو ډيفيشنسي وايرس يو ډول جراثيم دی چې د انسان پر مدافعتي نظام حمله کوي او د دې نظام په کمزوري کېدو سره په بدن کې د ناروغيو مخنيوي ګران شي. که څه حکومت د اېډز راجسټر ناروغانو ته درمل ورکوي تر څو د دوی مدافعتي نظام قوي شي خو دا يوه لا علاجه ناروغي ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG