د لاسرسي ځای

خیبر پښتونخوا : د ډینګي ناروغۍ له کبله د مړو شمېر ۱۰ ته رسېدلی


د پېښور روغتون

د خيبر پښتونخوا د صحت څانګه وايي چې له چارسدې سره اړه لرونکی ۶۱ کلن کس  يو شپيته کلن کس د ډينګي ناروغۍ له امله مړ شوی دی

د چارواکو په وینا ، له دې سره په خیبر پښتونخوا کې د ډینګي ناروغۍ له امله د مړو شوو شمېر ۱۰ ته رسېدلی دی.

د صحت څانګې په خپل تازه رپوټ کې ويلي دي چې د اګست تر ۲۶مې د ۱۱۷۸ کسانو طبي معايني شوې وې چي پکې ۱۸۴کسان په یاده ناروغۍ اخته موندل شوي دي.

د پيښور های کورټ د خيبر پښتونخواحکومت ته هدایات ور کړي دي چې د پېشور له تهکال سیمي سره نيږدي د تيز رفتاره بس د منصوبې لپاره شوې هغه کندې دې زر تر زره بندې کړي چې د بارانونو اوبه پکې ولاړې دي.

د صحت څانګې چارواکي وايي ،ګمان کيږي چې د هم دې ولاړو اوبو له کبله په تهکال سیمه کې د ډينګي ناروغي خپره شوې ده.

د صحت څانګه وايي چې د صوبې په ټولو روغتونو کې د ډينګي ناروغي معايني او علاج وړیا کيږي.

د د یادې څانګې چارواکي وايي چې د ډینګي ناروغۍ د مخینوي لپاره یې په ولس کې د عامه پوهاوي لپاره هم هلې ځلې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG