د بلجيم هیواد چار واکي وايي چې پر دوو پوځي سرتيرو د چاقو تر بريد وروسته يو کس وژل شوی دی.
د بلجيم د وفاقي استغاثې ادارې چارواکي وايي چې وژل شوی کس تر بريد وروسته په مرګوني حالت کې وو خو روغتون ته پر لاره يې سا ورکړې.
د يادې ادارې ویاند د دې کس په اړه ويلي دي چې ديرش کلن وو او د ترهګريزو کړنو په حواله يې هيڅ سابقه نه لرله
بلخوا د لندن پوليس وايي چې د دې هيواد د شاهي خاندان د کور بکهنګم محل مخې ته پر دوو پوليسو يو کس د چاقو برید کړی دی خو بريد کونکی نيول شوی دی.