د لاسرسي ځای

په ملګرو ملتونو کي د امریکا سفيري نيکي هيلي د دې سازمان د ايټمي څار پر اداره غږ کړی دی چې د ايران د ايټمي تنصیاباتو معاينه دې زر تر زره په دې موخه وکړي چې آیا ايران په ۲۰۱۵م کال کې د شوي نړيوال تړون پاسداري کوي او که نه.

په ویانا کي د نړيوالې ايټمي ايجنسۍ د دفتر تر دورې وروسته نيو یارک کي خبر یالانو سره په خبرو کي نيکي هيلي زیاته کړه چې په دې ايټمي اداره د دوی پوره باور دی.

خو ياده اداره بايد په پام کې وساتي چې هغوي يو داسې هيواد سره مامله کوي چې د خفيه ايټمي پروګرام پر مخ بوولو سره سره ددروغو تاريخ هملري.

ايراني حکومتي مشرانو د دې هيواد پوځي تنصيباتو ته د نړيوالې ايټمي ادارې د څارونکو رسايي رد کړې ده خو له نړيوالو قوتونو سره د لوظنامې تر مخه که ملګري ملتونه کله هم وغواړي نو دې تنصيباتو ته هله رسايي لرلایشي که په دې لړ کې د غير قانوني فعالیتونو شک څرګنده شي.

XS
SM
MD
LG