په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر ویلیم مایلم وايي، د افغانستان په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اعلان شوې تګلاره کې نوي څه نه شته.
ویلیم میلام دا خبره د پنجشنبې په ورځ ډیوه راډیو ته په یو ځانګړې مرکه کې کړې ده.
نوموړي ویلي، که امریکا هند په افغانستان کې زیات ښکېل کړي دا به ګټه ونه کړي.
د ده په وینا دا ځکه چې پاکستان هغه تګلارې د هند له ویرې جاري ساتي پر کومو چې امریکا نیوکې کوي.
ویلیم مایلم ویلي چې په افغانستان کې د بریا لپاره ضروري ده چې د افغانستان پوځ قوي کړل شي.
امریکايي ولسمشر ډونلډ ترمپ د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه په خپله نوې تګلاره کې په ډاګه کړه چې امریکايي ځواکونه به تر بریالي کېدو په افغانستان کې د وسله والو پرضد موجود وي.