قطر وايي، تر شلو میاشتو وروسته به خپل سفیر بیرته تهران ته ولېږي.
قطر د مظاهره چیانو له خوا د سعودي عرب پر سفارتي ادارو تر بریدونو او لوټلکېدو وروسته د احتجاج په توګه خپل سفیر له ایرانه اېستلی وو.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې سفیر به یې په تهران کې خپله سفارتي دنده پیل کړي خو هغوی د دې خاص نېټه نده په ډاګه کړې.
د یاد وزارت په بیان کې ویل شوي چې قطر له ایران سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګول غواړي.
بیان زیاتوي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني په دې اړه له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره پر ټلیفون خبرې اترې کړې دي.
ایران د قطر د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.