سپینه ماڼۍ وایي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاته کیدل د هغه هېواد په حالاتو پوري تړلی دی.
دا خبره د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سېنډرز د پنجشنبې پر ماښام په واشنګټن کې خبریالانو ته کړې ده.
نوموړې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د پاته کیدو وروستی هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ یوه داسي جوړجاړي ته رسیدل دي چې د امریکا ګټي او د امریکاییانو ژوند خوندي کړي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وار له مخه د خپل هېواد په اړه د امریکا د نوې تګلارې هرکلی کړی دی.