د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې ډینګي وایرس اووه کسان وژلي


د پېښور انتظاميه وايي چې په دې ښار کې د ډېنګي تبې له وجې تر اوسه اووه کسان مړه شوي او ۱۵۴۷ ناروغه شوي دي.

د پېښور ډپټي کمشنر دفتر د سېشنبې پر ورځ د ډېنګي د ناروغانو تازه شمېره له رسنيو سره شريکه کړه چې پکې ويل شوي په دغو ۱۵۴۷ ناروغانو کې تر اوسه ۵۶۰ ناروغان د ښار بېلا بېلو روغتونونو ته وړل شوي چې د ۲۴۲ ناروغانو درملنه لا اوس روانه ده.

له ډېنګي وايرس څخه تر ټولو زيات کسان په تهکال سيمه کې اغيز من شوي خو اوس دا وايرس پشتخرې، بهادرکلي او وارسک روډ ته هم خپور شوی دی.

په سيمه کې صوبايي حکومت هره ورځ د ماشو ضد سپرې کوي او په ولس کې د ډينګي په اړه د پوهې راوستو لپاره هم کمپاين روان دی.

د خېبر پښتونخوا وزير اعلا پرويز خټک پرون د تهکال دوره وکړه او له ډېنګي څخه د مړو شوو کسانو د کورنيو لپاره يې سړي سر د پنځه لکه روپو ورکولو اعلان وکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG