د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امريکا کې لکونو خلکو د تندر نیولي لمر ننداره وکړه


په امريکا کې په لکونو خلکو د حفاظتي عينکو، دوربين او کېمرو له لارې د لمر د تندر نيولو ننداره وکړه.

تېره ورځ په امريکا کې سل کاله وروسته له يو ساحل څخه تر بل ساحل پورې لمر په بشپړه توګه تندر ونيوی. څه باندې ۱۲ مليونه خلکو لمر د بشپړ تندر په حالت کې وليدی.

۴۰۰۰ کلوميټره اوږده او ۱۱۳ کلوميټره پراخه سيمهد لمر تر بشپړه تندر لاندې راغلې وه چې يو شمېر خلکو يې د نندارې لپاره دې سيمې ته سفرونه وکړل.

د لمر تندر په اوريګان ايالت کې پر ځايي وخت سوا لس بجې پېل شو او په کارولاينا ايالت کې ماپښين ۱۱ کم درې بجې پای ته ورسېدی.

اووه کاله وروسته د ۲۰۲۴م کال د اپرېل پر اتمه نېټه به لمر يو ځل بيا بشپړ تندر نيسي او دا به له مېکسيکو څخه نيولې بيا د امريکا تر جنوب شرقي او شمال شرقي سيمو پورې ښکاره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG