د لاسرسي ځای

د خیبر پښتونخوا د سوات په خوازه خیله کې یو تن خپله ښځه او یو سړی د نامشروع اړیکو په شک کې وژلي دي.

د خوازه خیلي تاڼې پولیس چارواکو د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د تورنو کسانو ضد یې مقدمه درج کړي ده. پولیسو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي او د قاتل د نیولو په اړه یې هم تراوسه څه نه دي ویلي. په سوات کې تر دې وړاندې هم په ورته ډول ډېری کسان د ناموسي وژنو ښکار ګرځېدلي دي.

بلخوا د سوات په مالم جبه سیمه کې د بجلۍ د شارټ له وجې دوه تنه مړه شوي او دوه زخمیان شوي دي. د مالم جبي ناظم شایرستان د اتوار په ورځ مشال ريډيو ته وویل چې په دې پیښه کې په منګرکوټ نومي کلي کې د ټرانسفرمر شاټ کیدو او د بجلۍ وولټېج زیاتیدو له وجې تارونو ته د اوور لګیدو له امله دولسو کورونو ته زیان هم رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG