د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسرائیلو وزیراعظم نتنیاهو له روسي ولسمشر پوتین سره ګوري


د اسرائیل وزيراعظم بنیامین نتن یاهو به د اګست په ۲۳ مه د روسیې سفر وکړي او ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به لیدنه وکړي.

د اسرائيلو وزيراعظم دفتر د شنبه په ورځ ويلي دي چې دواړه مشران به په سوچې ښار کې په منځني ختيځ کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث وکړي.

کریلمين لا تر اوسه د پوتین سره د نتنیاهو د پلان شوې غونډې د راپورونو په اړه بيان نه دی ورکړی.

په خبرو کې د نورو مضوعاتو تر څنګ يوه مهمه خبره د شام شپږ کلني کورنۍ جګړه ده چې اسرائيل پري اندښنې لري. روس د شام د ولسمشر بشارالاسد حکومت ملاتړ کوي، چې د اسرائیلو په اړه له اوږدې مودې راهیسې سخت دریځ لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG