د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په اسلام اباد کې ولمانځل شوه


د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په اسلام اباد کې ولمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

په اسلام اباد کې د افغان سفارت له خوا د جمعې په ماښام د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸مې کلیزې په ویاړ غونډه جوړه شوې وه چې پکې مشر مېلمه د پاکستان د سرحدي او رياستي چارو وزير عبدالقادر بلوڅ وو. د دې تر څنګ لوی شمېر سیاسي مشرانو هم ګډون کړی وو. پر دې مهال د پاکستان ملتپاله ګوندونو يو شمېر مشران هم موجود وو. په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټرعمرزاخېلوال مشال رېډيو ته وويل چې دستورې ته د افغانانو ترڅنګ ډېر پاکستاني وګړي هم راغلي چې ترې دا څرګندېږي چې د ولسونو ترمنځ اړيکې ډېرې ښې شوي او هيله ده چې حکومتونو ترمنځ اړيکې به هم مخ پر وړاندې لاړې شي. د غوڼدې په پای کې ملي سندرې هم وويل شوې چې پرې ځوانانو اتڼونه وکړل. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG