'د سيمې هېوادونه دې په افغانستان کې سوله راوستو کې رول ولوبوي'
په پېښور کې د پنجشنبې په ماښام د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸مې کلیزي دستورې ته د وينا پر مهال افغان چارواکو او د پاکستان ملتپاله پښتنو مشرانو په افغانستان کې پر سولې او ثبات راوستو ټينګار وکړ. په غونډه کې مشرانو وويل چې افغانستان پر ګڼو مشکلاتو سربېره د پرمختګ پر لور روان دی نو پکار ده چې په سیمه کې د تلپاتې امن لپاره د سيمې هېوادونه په دې هېواد کې د سولې راوستو لپاره خپل رغنده رول ولوبوي. په دې اړه د غلام غوث ويډیويي راپور وګورئ.