د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې ته په اکسفورډ پوهنتون کې داخله ورکړل شوه

د خېبر پښتونخوا له سوات سره اړه لرونکې د تعلیم نړيوالې مبارزې ملالې یوسفزۍ ته د انګلستان په نامتو اکسفورډ پوهنتون کې داخله ورکړل شوې ده.

نولس کلنې ملالې یوسفزۍ د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه په دې اړه خوښي ښودلې او هغو ټولو زده کوونکو ته یې مبارکي ویلې ده چې یاد پوهنتون ته بریالي شوي دي.

ملالې ویلي چې دا به په فلسفه، سیاست او اقتصاد کې زده کړې ترلاسه کوي.

د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بټو هم په دې پوهنتون کې زده کړې کړې وې.

ملالې یوسفزۍ ته د تعلیم لپاره پر مبارزه په ۲۰۱۴م کال کې د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوې وه.

ملاله يوسفزۍ د خيبر پښتونخوا له سوات سره تعلق لري. هغې د جينکو او هلکانو لپاره د تعليم خبره کوله چې ۲۰۱۲م کال کې پرې وسله والو داسې مهال ډزې وکړي چې نوموړي سوات کې له ښوونځي کور ته روانه وه. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد مسوليت واخيسته. په دې بريد کې هغه سخته ژوبله شوه او برطانيه ته د درملنې لپاره ولېږل شوه. تر درملنې وروسته نوموړې هملته پاتې شوه او د تعليم لپاره د مبارزې تر څنګ يې خپلې زده کړې هم جاري وساتلې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG