د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د قطر وګړي حج ته راتلای شي'


سعودي عربستان د چارشنبې پر ورځ وویل چې له قطرسره به خپله پوله بیرته پرانيزي او د دې هیواد د هغو زیارت کوونکو هرکلی به وکړي چې غواړي د حج سږني مراسم ترسره کړي.

دا د دواړو هیوادونو په سړو شویو اړیکو کې د ګرمۍ لومړنۍ نښه ده. سعودي عربستان او یو شمېر نورو عربي هیوادونو په جون میاشت کې له قطرسره ټولې اړیکې وشلولې او دوحه یې د سخت دریځو په ملاتړتورنه کړه.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس په یوه بیان کې وویل چې د سلوا پوله به د قطر د وګړو پرمخ چې غواړي حج وکړي پرانيزي او هغوی د اړتیا وړ الېکټرونیکي اجازې پرته کولای شي سعودي ته داخل شي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي چې قطریانوته به د سعودي پر دوو هوایي ډګرونو هم د کوزېدو اجازه ورکړل شي.

دغه پرمختګ د سعودي شهزاده محمد بن سلمان او د قطرد شېخ عبدالله بن علي بن عبدالله بن جاسيم الثاني ترمنځ په کتنه کې شوی دی.

قطر تېره میاشت سعودي عربستان تورن کړی و چې حج سیاسي کوي او اندېښنه یې څرګنده کړې وه چې د دې هیواد حاجیان ښایي سږکال د حج د مراسمو په ترسره کولو کې له خنډونو سره مخامخ شي.

دوحه دغه اندېښنه د مذهبي ازادي لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ته وړاندې کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG