د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناراجسټر افغان کډوالو نوملیکنه پیل شوه


په پاکستان کې د مېشتو ناراجسټر افغان کډوالو د نومليکنې لړۍ د چارشبنې پر ورځ پیل شوه چې څلور میاشتې به دوام وکړي.

د دې مقصد لپاره په خېبر پښتونخوا صوبه کې ۱۱، په بلوچستان کې پنځه، په پنجاب صوبه او مرکز اسلام اباد کې دوه دوه او د سيند صوبې په سرښار کراچي کې يو مرکز جوړ کړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وينا په دې هېواد کې د راجسټر افغان کډوالو شمېر تر ۱۰ لکه زيات دی.

بلخوا په پېښور کې د افغان کونسلګری د کډوالو چارو مسول عبدالحميد جليلي نن مشال راډیو ته وويل چې دا مهال په پاکستان کې له پنځو تر شپږو لکو پورې ناراجسټر افغان کډوال اوسېږي چې سر له پرونه يې نومليکنه پېل شوې ده.

د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د راجسټر افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان ۲۰۱۷م کال تر پايه غځولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG