د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: پاکستان دې د ترهګرۍ خلاف اقدامات وکړي


افغان ولسمشر اشرف غني یو وار بیا له پاکستان غوښتي چې د ترهګرو ډلو پر ضد د یو درېیم هېواد تر څارنې لاندې عملي اقدامات وکړي.

د سېشنبې پر ورځ په ارګ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره په کتنه کې افغان ولسمشر نوموړې ته وويل چې د افغانستان امنیتې اندېښنې د پاکستان مشرتابه ته ورسوي.

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته په دې اړه وويل، په پاکستان کې د نوې حکومتي کابينې تر جوړېدو وروسته تهمینه جنجوعه لومړۍ لوړې پوړې پاکستانۍ چارواکي ده چې کابل ته يې سفر کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG