د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې شپږ وسله وال وژل شوي


د افغانستان زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملياتو په نتيجه کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د والي وياند ګل اسلام سيال د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل، دغه عمليات د يکشنبې په ورځ پيل شوي، چې پکې ۱۹ وسله وال زخیمان شوي هم دي.

نوموړی زیاتوي، دغه پوځي عمليات وروسته له هغې په دې ولسوالۍ کې پيل شول، چې په لعلي کلي کې وسله والو ځينې کارروایانې وکړي.

ګل اسلام سيال وايي، د عملياتو په لړ کې به په دوو مهمو سيمو کې دوه نورې پوستې جوړې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG