افغان امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالی په میرزا اولنګ سیمه کې د طالبانو او داعش مهم سنګرونه نیولي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني مشال راډیو ته وویل، افغان ځواکونو دا پرمختګ تیره شپه کړی دی.
نوموړي وویل، په میرزا اولنګ کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو له پیل راهیسې دولت ضد وسله والو ته درانه تاوانونه اوښتي دي.
د سرپل چارواکي وايي، په میرزا اولنګ سیمې کې به تر هغې پوځي عملیات روان وي تر څو چې دغه سیمې د وسلوالو نه وي پاکې شوې.
دې نه وړاندې د سرپُل ولايت چارواکو وییلي وو، چې د درېو ورځنيو پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٣٧ وسلوال مخالفین وژل شوي دي. د والي وياند ذبيح اله اماني پرون د اتوار په ورځ مشال راډيو ته وويل، په دغو ځمکنيو او هوايي پوځي عملياتو کې چې د سرپل مرکز ته څېرمه او صياد ولسوالۍ کې شوي ۳۵ نور وسلوال ټپيان شوي هم دي.