د لاسرسي ځای

د بابړې ورځ هر کال پښتانه د تورې ورځې په توګه لمانځي. په دغه ورځ په زرګونه پښتانه د خدایي خدمتګار تحریک مشر باچا خان او نورو مشرانو له زندانه د خوشې کولو لپاره راغونډېدل چې د پخوانۍ شمال مغربي سرحدي صوبې او اوسنۍ خېبر پښتونخوا د هغه وخت وزیراعلا عبدالقیوم خان په امر پرې ناتاره ډزې وشوې چې سلګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

لیکوال ډاکټر خورشید عالم د دغه ورځې په اړه وایي ((دا د چارسدې نه یو پرامنه لاريون وو، چې د ډاکټر خان صېب او قاضي صېب په مشرۍ روان وو، او سالار امین جان یي قیادت کاوه. دا یي په دې بنیاد کولو چې د دې پيښې نه څو ورځې وړاندې یو ارډینینس (قانون) جاري شوی و چې پکې صوبايي حکومت ته واک ورکړل شوی و چې څوک هم په څه تهمت نیولی شي، او جایداد یي حکومت ضبط کولی شي. دویمه وجه یي دا وه چې د باچا خان د خوشي کولو لپاره غږ پورته کول و))

دغو پولیسو ډیر ظلم او زیاتی کړی و، دغه ورځ له قیامت نه کمه نه وه

د دغه پېښې یو عيني شاهد کریم الله بابا مشال راډیو ته وایي، دی هغه وخت وړوکی و چې دغه پيښه یي لیدلې وه. نوموړی زیاتوي چې حکومتي عسکرو په خلکو ناترسه ډزې وکړې چې دی پکې پخپله هم ژوبل شوی وو ((پوليسو او عسکرو ډېر مړي په سیند کې هم غورځولي وو. د بابړې دا ځای یو لوی میدان و. دلته یوه منډۍ وه. ډېر مړي پولیسو په دغه منډۍ کې راجمع کړي وو، بیا خلکو وړل. دغو پولیسو ډیر ظلم او زیاتی کړی و. دغه ورځ له قیامت نه کمه نه وه))

د مردان عبدالولي خان پوهنتون ښوونکی او څیړونکی ډاکټر سهېل خان بیا وایي چې د اګست پر ۱۲مه د خدایي خدمتګارو راغونډېدل د هغه وخت د حکومت د څه ډول نوي قانون خلاف نه و. دا یوازې د باچا خان او نورو خدایي خدمتګارانو د خوشې کولو لپاره وو ((دا احتجاج د پبلک سېفټي ارډینینس په اړه نه و. په جون میاشت کې چې کله باچاخان ونیول شو، نو بیا روژه راغله. د دې احتجاج فیصله په روژه کې شوې وه. دا يوازې د خدایي خدمنګارانو د ګرفتارۍ خلاف یو پرامنه جلوس و))

د لاريون په سر کې سپین ملنګ روان و نو ځکه لومړی هم هغه شهید شو

د دغې پيښې عینې شاهدان وایي چې د جلوس په سر کې سپین ملنګ و او لومړی هغه په مرميو لګېدلې و. ډاکټر سهېل وایي، سپین ملنګ د دغه پېښې لومړی قرباني و. (( سپین ملنګ د پړانګو اوسېدونکی و. هغه د خدایي خدمتګار تحریک په جوړونکیو کې و. هغه سپین ږېری و او سپینې جامې به یي اغوستلې نو ځکه په سپین ملنګ مشهور و. د ده ذکر په تاریخ کې په دې هم کېږي چې دی د جلوس په سر کې روان و نو ځکه لومړی هم دی شهید شو))

د عوامي نیشنل ګوند عمومي سيکرتر میا افتخار حسېن وایي، د بابړې قربانیان به تل یادیږي. دغه ټول د عدم تشدد د فلسفې منونکې وو. (( دا په ریکارډ ده چې زیاتره وژل شوي کسان به سیندونو ته غورځول کېدل. دغلته جیندی دی، سردریاب دی، ډېر مړي اوبو هم وړي دي، او بیا دې ظلم ته وګورئ چې حکومت بیا اعلان وکړ چې د وژل شويو او ژوبلو کسانو له کورنیو نه په دوی د استعمال شوو کارتوسو او مرمیو پېسې واخلئ او جایدادونه یي نیلام کړئ ))

د ۱۹۴۸م کال تردې پېښې وروسته اوس هر کال د اګست پر ۱۲مه د چارسدې د بابړې د خونړۍ پېښې یاد لمانځل کېږي. په دې ځای کې غونډې کېږي او سلګونه خلک د بابړې یادګار ته راټولیږي او د ګلونو ګېډۍ ورته ږدي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG