د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په کويت کې ۱۲ ترهګر نيول شوي دي"


په کویت کې چارواکیو نن ۱۲ هغه وسله وال نیولي دي چې د ایران د انقلابي ساتندویانو او د لبنان د حزب الله ډلې سره يي اړیکې لرلې.

دا کسان د ۲۶ وسله والو له هغې ډلې سره تړاو لري چې په جون میاشت کې ورته د کویت د سپریم کورټ له خوا د بند سزا اورول شوې وه خو د ګرفتارۍ ورکولو نه يي انکار کړی وو.

چارواکي وايي، دا ۱۲ وسله وال يي د کویت له بېلا بېلو برخو نه نیولي دي. د چارواکیو په وینا دې وسله والو په ۲۰۱۵م کال کې په کویت کې د ترهګرو بریدونو پلانونه جوړ کړي وو.

د ۲۶ وسله والو په ډله کې یو ایرانی او نور د کویت استوګن دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG