په شام (سوريه) کې ناپیژندل شوو وسله والو د وایټ هیلمیټس په نوم د مرستندویه ادارې اووه رضا کار په ډزو ویشتلي او وژلي دي.
د وایټ هیلمیټس ادارې نن په یو بیان کې ویلي دي چې وسله والو په سرمين سيمه کې د ولسي دفاع لپاره د دوی پر مرکز برید کړی دی او د دوی اووه غړي يي وژلي دي.
سرمين د عدلیب ولایت هغه برخه ده چرته چې وسله والې ډلې له یو بل سره په جګړه کې ښکېلې دي.
دا اداره د ۲۰۱۳م کال راهیسې په شام کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو نه د عادي وګړو د ژغورنې کار کوي او په ۲۰۱۶م کال کې ورته د امن لپاره د نوبیل جایزه هم ورکړل شوې ده.